۰
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون:

په ۲۰۲۰ کې ۲۹۵۸ ملکي وګړي وژل شوي

چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۵
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۸۵۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ۲۰۲۰ کې ۲۹۵۸ ملکي وګړي وژل شوي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۸۵۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون نن چهارشنبې د سلواغې ۸ مه په خپل کلني راپور کې ویلي، له یادو کسانو ۲۹۵۸ تنه وژل شوي او ۵۵۴۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د قربانیانو په ډله کې ۵۵۳۹ نارينه، ۸۴۷ ښځې او ۲۰۱۹ ماشومان شامل دي.

راپور وايي، د قرباني شویو کسانو له ډلې ۱۵۲۳ تنه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او ۳۰۴۴ نور یې ټپیان کړي دي.

خو د داعش په بریدونو کې بیا ۱۶۰ تنه يې وژل شوي او ۲۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپور ښيي، چې د افغان ځواکونو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو په بریدونو کې بیا ۳۸۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۶۳ تنه ټپيان نور ټپیان شوي دي.

په ټول کې په راپور کې ویل شوي، په دغه کال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۱ سلنه کموالی راغلی، د طالبانو له لوري د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې  ۴۰ سلنه کموالی راغلی او د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ملاتړو ځواکونو لخوا د ملکي مرګ ژوبلې کچه کې ۱۶ سلنه کموالی راغلی دی.

دغه راپور وايي، په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د سړک غاړې ماینونو او موټر بمونو له امله رامنځته شوې ده او تر هغه وروسته په تر تیب سره هدفي بریدونه او هوايي بریدونه د ملکي مرګ ژوبلې نور لوی لاملونه دي.

د یادونې ده، چې د راپور په اساس په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي وګړو مرګ‌ ژوبله په ټوله کې ۱۰۷۷۲ تنه وه چې په هغو کې ۲۸۱۷ تنه وژل شوي او ۷۹۵۵ تنه ټپيان شوي وو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

افغان حکومت، مېشتو نړیوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي