د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینه حمیدي وايي، په دغه وزارت کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کېدو او فساد د مخینوي په موخه ټول سیستمونه برېښنايي کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن حمیدي دغه څرګندونې پرون شنبې د مرغومي ۱۳ مه ارګ کې د ولسمشر غني سره په یوه ناسته کې کړې دي.
په دغه ناسته کې، چې د پوهنې وزارت نورو مسوولینو هم ګډون درلود، مېرمن حمیدي ویلي، چې د پوهنې وزرات پر تشکیلاتو د کار تر څنګ هڅه کوي، چې معارف له سیاست څخه لرې وساتي.
د ارګ خبرپاڼه د مېرمن حمیدي له قوله وايي، هڅه کوي، چې د فساد د مخینوي په خاطر په دې وزارت کې جوړښتونه تخنیکي او سیستمونه مسلکي کړي.
خبرپاڼه وايي، ولسمشر د پوهنې وزارت سرپرستې ته ډاډ ورکړ چې پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو د تطبیق په موخه به بشپړ سیاسي او اداري ملاتړ ولري.
ولسمشر ویلي هېڅ اداره به پرېنږدي چې د پوهنې وزارت د اصلاحاتو په بهیر کې لاسوهنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل