د فساد د مخنیوي لپاره د پوهنې وزارت سیسمونه برېشنايي کېږي

14 جدی 1399 ساعت 9:27

د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینه حمیدي وايي، په دغه وزارت کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کېدو او فساد د مخینوي په موخه ټول سیستمونه برېښنايي کوي.


د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینه حمیدي وايي، په دغه وزارت کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کېدو او فساد د مخینوي په موخه ټول سیستمونه برېښنايي کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن حمیدي دغه څرګندونې پرون شنبې د مرغومي ۱۳ مه ارګ کې د ولسمشر غني سره په یوه ناسته کې کړې دي.

په دغه ناسته کې، چې د پوهنې وزارت نورو مسوولینو هم ګډون درلود، مېرمن حمیدي ویلي، چې د پوهنې وزرات پر تشکیلاتو د کار تر څنګ هڅه کوي، چې معارف له سیاست څخه لرې وساتي.

د ارګ خبرپاڼه د مېرمن حمیدي له قوله وايي، هڅه کوي، چې د فساد د مخینوي په خاطر په دې وزارت کې جوړښتونه تخنیکي او سیستمونه مسلکي کړي.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر د پوهنې وزارت سرپرستې ته ډاډ ورکړ چې پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو د تطبیق په موخه به بشپړ سیاسي او اداري ملاتړ ولري.

ولسمشر ویلي هېڅ اداره به پرېنږدي چې د پوهنې وزارت د اصلاحاتو په بهیر کې لاسوهنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135031

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135031/

جمهور
  https://www.jomhornews.com