پوهنې وزارت له خپلې پرېکړې چې دغه وزارت کې یې د اسلامي تعلیماتو معینیت په اجرائیوي عالي بورډ اړولی و بېرته په شاه شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د لیندۍ ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په تایید د پوهنې وزارت کې د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته احیا شو.
خبرپاڼه وايي، د پوهنې وزارت به د یوې مېرمنې په ګډون له پنځو دیني علماوو د اسلامي تعلیماتو عالي اجرایوي بورد جوړوي او تر څنګ به یې د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته احیا کړي.
سرچینه زیاتوي، د خلکو، ولسي جرګې او مشرانې جرګې د پرله پسې غوښتنو په اساس یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته دا وړاندیز وکړ او ولسمشر هم منلی دی.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د لغوه کولو طرحه وړاندې کړې وه چې د ولس او په ځانګړي ډول د پارلمان له سخت غبرګون سره مخ شوه.
جمهورخبري آژانس:کابل