۰
رحمت الله نبیل:

د طالبانو نظامي کمېسیون د ۱۷ سیاسي او فرهنګي څېرو د ترور امر کړی

شنبی ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۶
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، د وسله والو طالبانو نظامي کمېسیون د ده په ګډون د ۱۷ سیاسي او فرهنګي څېرو د ترور او وژلو پرېکړه کړې ده.
د طالبانو نظامي کمېسیون د ۱۷ سیاسي او فرهنګي څېرو د ترور امر کړی
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، د وسله والو طالبانو نظامي کمېسیون د ده په ګډون د ۱۷ سیاسي او فرهنګي څېرو د ترور او وژلو پرېکړه کړې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل ویلي، د دغه کسانو د ترورو هغه پاڼه یې تر لاسه کړې، چې د طالبانو نظامي کمېسیون خپلو مخفي کسانو ته په کې د یادو کسانو د لمنځه وړلو امر کړی دی.
 
نبیل دغه پانه په خپل ټوېټر هم خپره کړې چې په کې راغلي، د امارت د مشرتابه په امر د استخباراتو د الف ادارې مخفي کسان باید دغه کسان چې د طالبانو په وینا په رسنیو کې د طالبانو پر پلوی او د حکومت پر ضد څرګندونې او مرکې کوي له منځه یوسي.
 
طالبانو ته په دغه منسوبه پانه کې ویلي، دوی دغه کسان د اسلامي امارت د فلاح او خیر او د اشرف غني د ادارې د پای لپاره تر سره کوي.
 
په دغه کسانو چې د نبیل په وینا په پاڼه کې یې نوملړ موجود دی، د ده په ګډون، حضرت عمر زاخېلوال، کریم خرم، قاضي محمد امین وقاد، احمد ضیا مسعود، حکمت خلیل کرزی، سید اکبرآغا، خلیل الله صافی، امین کریم، همایون همایون، مجیب خلوتګر، ولي الله شاهین، نظر محمد مطمین، دانش کړو فیض محمد ځلاند، آصف اشنا او ډاکتر فیاض صافی شامل دي.
 
د طالبانو په دغه پاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه کار د استخباراتو د الف ادارې د جنګیالیو کار دی، چې باید په ډېر مخفي ډول یې تر سره کړي او نور جنګیالي باید د خواله رسنیو له لارې له دې موضوع څخه خبر نه شي.
 
طالبانو په دې پاڼه کې ویلي، د دغه کار لپاره موجه دلایل شتون لري، چې په اوسنیو شرایطو کې یې پلي کول د اسلامي امارتد فلاح او د اشرف غني د حکومت د پای لپاره خورا مهم دي.
 
خو رحمت الله نبیل پر خپله ټوېټر پاڼه دا هم ورسره لیکلي، چې دوی د ده په وینا د کورنیو او بهرنیو اجیرانو له دې احمقانه لوبو ښه خبر دي.
طالبانو په رسمي ډول تر اوسه د دې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني ارشد سلاکار وحید عمر هم ویلي، چې د طالبانو د ترورو ډله د خپلو اهدافو تر لاسه کولو په موخه کابل ته د ننه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي