۰
رحمت الله نبیل:

د ټاکنو پایلې د باطلې او د ملي مصالحې حکومت د رامنځ ته شي

چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۱
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، د تقلب پر رایو رامنځ ته شوی حکومت ورته د منلو نه دی او نه هم دا کار د ولس او هېواد په خیر دی.
د ټاکنو پایلې د باطلې او د ملي مصالحې حکومت د رامنځ ته شي
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، د تقلب پر رایو رامنځ ته شوی حکومت ورته د منلو نه دی او نه هم دا کار د ولس او هېواد په خیر دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نبیل چې نن چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال خبرې کولې و ویل، چې په ټاکنو کې درغلي شوې او پایلې ورته د منلو نه دي او دا اعلان په اصل کې د دموکراسي د ښخولو اعلان و، چې مسوولیت یې د تر ډېره د ولسمشر غني او عبدالله په غاړه دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو د ټاکنو دغه پایلې د ولس په خیر نه بولي، نو ځکه یې د باطلېدو او پر ځای یې د ملي مصالحې د حکومت، چې طالبان هم په کې برخه ولري د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوي.

ښاغلي نبیل زیاته کړه، چې اوسنۍ وضعیت افغانستان د تجزیې په لور بیايي چې ورسره به یو نوی بحران رامنځ ته او قرباني به یې بیا ولس ورکوي.

د هغه په وینا له اوسنی وضعیت څخه د وتلو لپاره باید ټول سیاسي په تېره بیا حکومتي مشران ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله قرباني ورکړي او د بین الاافغاني خبرو له لارې د راپورته شوې ستونزې ته حل لار پیدا کړي.

نبیل ویلي، چې په پرون راهیسې د افغانستان ګڼ خلک د اوسنی
هغه و ویل«دغه دواړو پروسه ته قصدي همداسې تړاو ورکړل شوی وو تر څو موږ په خپلو کې سره اخته کړي او یو درېیم ګړی د افغانستان د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي، موږ باید دغه چانس ورنه کړو، اوس وخت د دې دي، چې قرباني ورکړو او هېواد له یوه بل بحران څخه وژغورو، موږ باید هېواد ته نجات ورکړو نه افرادو او اشخاصو ته، باید د ټاکنو پایلې باطلې اعلان شي او د ملي مصالحې یو حکومت چې ټولو ته د منلو وي رامنځ ته شي، تر څو افغانستان له بحران څخه وژغورل شي.»
وضعیت څخه په وېره او تشویش کي دي او دا هم د ټاکنیزو کمېسیونونو له لاسه شوي دي.

خو په وینا یې دی به یوه ډله جوړه او پر ټولو سیاسیون به راوګرځي، چې له خپل اوسني موقف څخه راښکته شي، ځکه په وینا د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شوې پایلې یوې خوا ته او د ټاکنیزو ډلو له خوا د موازي حکومت رامنځ ته کول دواړه د ولس په خیر نه دي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې که د حکومت مشران او سیاسیون له خپل اوسنی دریځ څخه راښکته نه شي او قرباني ورنه کړي، نو له دې فرصت څخه به طالبان ګټه واخلي.

نبیل و ویل، چې له پیله ټاکنو او د سولې پروسې ته په یوه درېم ځای کې داسې تړاو ورکړل شوی و، چې د پایلو په اعلانېدو سره یې د سولې پروسه نه یوازې اسانه بلکې لا پېچلې شي، تر څو درېیم ګړي ته دا زمینه برابره شي، چې خپلو موخو ته ورسېږي.

هغه و ویل«دغه دواړو پروسه ته قصدي همداسې تړاو ورکړل شوی وو تر څو موږ په خپلو کې سره اخته کړي او یو درېیم ګړی د افغانستان د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي، موږ باید دغه چانس ورنه کړو، اوس وخت د دې دي، چې قرباني ورکړو او هېواد له یوه بل بحران څخه وژغورو، موږ باید هېواد ته نجات ورکړو نه افرادو او اشخاصو ته، باید د ټاکنو پایلې باطلې اعلان شي او د ملي مصالحې یو حکومت چې ټولو ته د منلو وي رامنځ ته شي، تر څو افغانستان له بحران څخه وژغورل شي.»

دغه راز نبیل په نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ او غوښتنه یې ترې وکړه، چې د وضعیت تر روښانه کېدو پورې هېڅ ډول حکومت هم په رسمیت ونه پېژني، ځکه په وینا یې که نړیواله ټولنه دا کار وکړي، نو افغانستان د بحران خوا ته ځي او په هغه حالت کې به مسوولیت هم بیا د نړیوالې ټولنې پر غاړه وي.

د یادونې ده، چې ټاکنو کمېسیون پرون سه شنبې د سلواغې ۲۹ مه د ۱۳۹۸ ولسمشریزه ټاکنو پایلې اعلان کړې او ولسمشر محمد اشرف غني یې د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په ګټولو سره د اساسي قانون سره سم د پنځو نورو کلونو لپاره د افغانستان منتخب ولسمشر اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ټیم هم د ټاکنو وروستۍ پایلې نه مني او د دغه ټیم مشر پرون په یوه خبري کنفرانس کې ځای بریالي اعلان کړ او خبر یې ورکړ، چې ډېر ژر به یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي