۰
رحمت الله نبیل:

افغان حکومت سلګونه پاکستاني ترهګر آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي

سی شنبه ۴ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۹
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د پاکستاني زندانیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني په پرېکړه نیوکه کړې وايي، افغان حکومت سلګونه پاکستاني ترهګر آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي.
افغان حکومت سلګونه پاکستاني ترهګر آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د پاکستاني زندانیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني په پرېکړه نیوکه کړې وايي، افغان حکومت سلګونه پاکستاني ترهګر آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر سفر څو ورځې وروسته پرون یکشنبې د لیندۍ ۲ مه د یو شمېر پاکستاني زندانیانو د خلاصون فرمان ورکړ.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د ښاغلي غني پر دغه فرمان نیوکه کړې او پر خپل ټوېټر پاڼه یې یلکي، چې د حکومت مشرتابه سلګونه پاکستاني ترهګر چې د زرګونو افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي د پاکستان څارګرې ادارې آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي.

نوموړي په همدې تړاو د ولسمشر غني فرمان هم خپور کړی او لیکلي یې دي«په خواشنۍ سره ډاکتر اشرف غني د طالبانو د خوشي کولو سربېره، په واک کې د پاتې کېدو په خاطر د افغانستان لپاره د ستونزو د زیاتولو په منبع بدله شوې، نه دا چې د افغانستان ستونزې کمې کړي.

نبیل وايي، ډاډه دی، چې اسلم فاروقي او سلګونه نور پاکستاني ترهګر چې د زرګونو افغانانو یې په شهادت رسولي د رشوت په بدل کې آی اس آی ته ورپرېښودل کېږي.

اسلم فاروقي چې پاکستانی دی په افغانستان کې د داعش د خرسان څانګې مشر و، چې د افغانستان ملي امنیت واکونو په کندهار ولایت کې د داعش ډلې له څو نورو برجسته غړو سره یو ځای ونیوه.

د فاروقي تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته پاکستان له افغان حکومته وغوښتل چې فاروقي دوی ته وسپاري، خو افغان حکومت یې دا غوښتنه رد کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي