د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سیاسي او قومي مصحلتونو د اغېز ستونزه حل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد دغه څرګندونې بلجیم پلازمېنه پروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د سیاسي او قومي مصلحتونو پر اساس ټاکنو د امنیتي ځواکونو پر فعالیت سخته بده اغېزه کړې وه، خو په وینا یې اوس دغه ستونزه حل شوې.
د هغه په وینا په افغان ځواکونو کې سیاسي او قومي مسایلو، د سیاسي او قومي مصلحتونو له مخې د مهمو دولتي څوکیو وېش پر امنیتي ځواکونو او د هغوی پر فعالیت ډېر زیات اغېز کړی وو.
د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې دا ستونزه اوس حل شوې او پای ته رسېدلې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل