۰

اسدالله خالد، جنرال سادات او جنرال مېلر ننګرهار ته تللي

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۹
لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ننګرهار ولایت ته تللي دي.
اسدالله خالد، جنرال سادات او جنرال مېلر ننګرهار ته تللي
لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ننګرهار ولایت ته تللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات او جنرال سکاټ مېلر نن سه شنبې د وري ۶ مه ننګرهار ولایت ته رسېدلي دي.

ننګرهار ته د لوړ پوړو افغان او بهرنیو امنیتي چارواکو د سفر موخه د دغه ولایت امنیتي جاج اخستل او د وسله والو پر وړاندې پر ګډې مبارزې راڅرخي.

دغه امنیتي چارواکو ننګرهار ته په رسېدو د دغه ولایت له والي او نورو امنیتي چارواکو سره لیدلي او د ننګرهار پر امنیتي وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.

د دوی د خبرو جزیات تر اوسه رسنیو ته نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي