۰
اسدالله خالد:

که طالبان تاوتریخوالي کم نه کړي، موږ هم پرې عملیات پیلوو

دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، دوی د امریکا او طالبانو تر منځ کړې هوکړې ته ژمن دي، خو خبرداری یې ورکړ، که طالبان نور هم ژمنې ماتې کړې نو دوی هم اړ دي، چې له سره عملیات پرې پیل کړي.
که طالبان تاوتریخوالي کم نه کړي، موږ هم پرې عملیات پیلوو
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، دوی د امریکا او طالبانو تر منځ کړې هوکړې ته ژمن دي، خو خبرداری یې ورکړ، که طالبان نور هم ژمنې ماتې کړې نو دوی هم اړ دي، چې له سره عملیات پرې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت سرپرست رییس سره یو ځای پرون په یوه خبرکنفرانس کې ټینګار وکړ، چې طالبان باید د امریکا سره کړې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

ښاغلي خالد و ویل، چې د امریکا او طالبانو هوکړه پر دې شوې وه، چې لومړی به تر تړون یوه اوونۍ وړاندې اورکم کوي، او له تړون وروسته به اورکم دوام لري، تر چې سرتاسري اوربند ته ورسېږي.

خو په وینا یې د اورکم له اوونۍ پای ته رسېدو او د امریکا سره تر هوکړې وروسته طالبان خپلې کړې ژمنې ته ژمن پاتې نه شول او بریدونه یې پیل کړل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم دغه هوکړې ته ژمن دي او په دفاعي حالت کې دي.

نوموړي هیله وښوده، چې طالبان پر خپله کړې ژمنه وفاه وکړي او په یوه اوونۍ کې بېرته اورکم ته راوګرځي تر څو مکمل اوربند ته لار هواره شي.

خو خبرداری یې ورکړ، چې دوی دغه حالت ته تر یوې اوونۍ پورې انتظار کوي، چې طالبان اورکم کړي، که نه په وینا دوی به هم له سره خپل عملیات پیل کړي او د طالبانو پر پتنځایونو به بریدونو ته زور ورکړي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي