د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان اسدالله خالد، مسعود انداربي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال مېلر سره ننګرهار ولایت ته تللي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوړ پوړی امنیتي پلاوی پرون چهارشنبې د لیندۍ ۶ مه د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته ورغلي او او د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې ارزولی دی.
اسدالله خالد په ختیځ کې د ترهګرو په ځانګړې ډول د داعش پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس ته راوړنې او د داعش ماته وستایله او له هغوی څخه یې مننه وکړه.
ښاغلي خالد و ویل، چې افغان ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې چې د ننګرهار په اچین کې یې تر سره کړي، داعش ته درنه مرګ ژوبله اړولې او هغوی یې مات کړي دي.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د افغان ځواکونو د عملیاتو او پوځي فشار له امله نه یوازې داعش ته مرګ ژوبله اوښتې بلکې تر ۱۰۰۰ پورې جنګیالي یې هم د کورنیو له غړو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د یادونې ده، چې افغان ځواکونو له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ننګرهار او په ځانګړې ډول د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.
ولسمشر غني څه موده وړاندې ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د داعش ماته اعلان کړه او د افغان ځواکونو سرښندنې یې وستایلې.
جمهورخبري آژانس:کابل