۰

اسدالله خالد: که طالبان اوربند ونه کړي له منځه به یې یوسو

دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۹
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، که طالبان تاوتریخوالی راکم نه کړي، نو افغان ځواکونه به یې پر وړاندې لاس په کار او دا ډله به له منځه یوسي.
اسدالله خالد: که طالبان اوربند ونه کړي له منځه به یې یوسو
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، که طالبان تاوتریخوالی راکم نه کړي، نو افغان ځواکونه به یې پر وړاندې لاس په کار او دا ډله به له منځه یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی خالد چې د بلخ د امنیتي وضعیت څارنې لپاره دغه ولایت ته تللی و، دغه څرګندونې کړې او پر طالبانو یو ځل بیا غږ کړی، چې اوربند وکړي او سولې ته غاړه کېږدي.

نوموړي له خبریالانو سره خبرو کې په سوله او اوربند ټینګار وکړ، خو ویې ویل طالبانو د اورکم له اوونۍ وروسته پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي او د سولې اراده نه لري.

ښاغلي خالد طالبانو ته خبرداری ورکړ که پر امنیتي ځواکونو بریدونه کم نه کړي نو د جګړې په ډګر کې به له ماتې خوړلو او نابودۍ سره مخ شي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر و ویل« د طالبانو ټول بریدونه ناکام دي او دوی اوس ملکي وګړي په نښه کوي.»

ښاغلي خالد وايي، افغان ځواکونو سږ کال د طالبانو پر وړاندې پراخې لاسته راوړنې لرلې دي او دا ډله اوس ضعیفه شوې ده.

خالد دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې طالبانو د روژې د اوربند په هکله د ټولو لوریو غوښتنه رد کړې او دا غوښتنه یې غیر منطقي بللې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي