په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما وایي، په دغه هېواد کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه کلني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ۵ سلنه لوړه شوې ده.
په دغه راپور کې چې نن یکشنبې د کب ۵ مه خپور شوی راغلي، چې په ۲۰۱۸ کال په افغانستان کې د جګړو له امله ۱۰۹۹۳ ملکي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
راپور زیاتوي، چې له شمېر څخه ۳۸۰۴ ملکي وګړي په جګړو کې وژل شوی او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي، چې دا د تیرو کلونو په پرتله په بېساري ډول د ملکي افغانانو د مرګژوبلې زیاتوالی ښيي.
د یوناما د معلوماتو په اساس په ۲۰۱۷ کال کې ۳۴۳۸ ملکي وګړي د جګړو له امله وژل شوي وو او ۷۰۱۵ نور ټپيان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل