د افغانستان دوه ښځینه فعالانې عارفه فاطمي او مدینه دروازي وايي، کوسوو افغان مېرمنو ته د دغه هېواد د ولسمشرۍ افتخاري مډال ورکړی دی.
د ښځو د حقونو دغو دوو فعالانو ویلي، دوی دغه افتخاري مډال د دوشنبې په ورځ د وري په ۲۷مه د افغانستان د ښځو په استازیتوب د کوسوو د ولسمشرې ویسا عثماني له خوا ترلاسه کړ.
دا مډال د "ښځو، سولې او امنیت" د غونډې په څنډه کې چې سږ کال په کوسوو کې جوړیږي، ورکړل شو.
د دغه مډال د ورکړې په مراسمو کې د کوسوو ولسمشر ویسا عثماني د افغان ښځو له مبارزې څخه د خپل حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس