د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب ایالت حکومت ته د حکم له مخې، د افغان کډوالو د ایستلو د عملیاتو دویم پړاو به د اپریل په ۱۵ پیل شي.
پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د وري ٢٧مه، خبر ورکړی، چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي به له دغه هېواده وایستل شي.
سرچینې زیاته کړې، وفاقي حکومت به د پنجاب ایالتي حکومت ته د کارتونو یو لیست چمتو کړي چې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره به شریک شي.
په راپور کې ویل شوي، د تابعیت کارت لرونکو څخه غوښتل شوي چې لومړی په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، که نه نو دوی به ونیول شي او ویستل شي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د بهرنيو اتباعو د شړلو د دويم پړاو له بشپړېدو وروسته، په درېيم پړاو کې به د POR (د استوګنې ثبوت) کارت لرونکي ويستل شي.
باید و ویل شي، چې د تېر کال په پای کې پاکستان له افغانستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړ او تر اوسه له دغه هېواده لسګونه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
جمهورخبري آژانس