د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبر ورکړی دی.
د پاکستان د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان به نن دوشنبې د وري په ۲۷ مه اسلام اباد ته راشي.
ورځپاڼې زیاته کړې، شهزاده فیصل بن فرحان په دوو ورځو کې اسلام اباد ته سفر کوي او موخه یې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پراخول دي.
پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر په داسې حال کې کیږي چې له دې مخکې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم سعودي عربستان ته تللی و او هلته یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
له غونډې وروسته بن سلمان او شریف په پاکستان کې د سعودي عربستان د پنځه میلیارده ډالرو پانګونې د لومړۍ برخې د ګړندي کولو لپاره د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو ټینګار وکړ، چې مخکې پرې خبرې شوې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د نغدو پیسو د کمښت په ګډون له سختو اقتصادي او مالي ازموینو سره مخ دی.
جمهورخبري آژانس