۰

IOM: تېر کال ۱۱۸۱ افغان کډوال خوندي هېوادونو ته د تګ پر مهال مړه شوي دي

پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۳
د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) وايي، تېر کال ۱۱۸۱ افغان کډوال خوندي هېوادونو ته د تګ پر مهال مړه شوي دي.
IOM: تېر کال ۱۱۸۱ افغان کډوال خوندي هېوادونو ته د تګ پر مهال مړه شوي دي
د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) وايي، تېر کال ۱۱۸۱ افغان کډوال خوندي هېوادونو ته د تګ پر مهال مړه شوي دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې ایران ته د مهاجرت لاره تیر کال د افغان مهاجرینو لپاره تر ټولو خونړۍ لاره وه چې له امله یې ۱۰۶۸ تنه دغه هیواد ته په لاره مړه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د مهاجرت په لاره کې د افغانانو د مړینې تر ټولو لوړه شمیره په تیره لسیزه کې ثبت شوې ده.

په ۲۰۲۲ کال کې ۷۳۳ افغانان ووژل شول.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په نړۍ کې له هرو دریو مهاجرو څخه یو یې خپل وروستي منزل ته له رسیدو مخکې په لاره کې مري.

د وژل شویو له دریمې برخې څخه ډیر هغه هیوادونه وو چې په جګړه کې وو یا د بې ځایه شویو خلکو لوی نفوس درلود.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي