د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د ۴ وسله والو طالبانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.
دا پېښه د جمعې په ورځ د هملند د درېيمې نېټې په مازديګر د بدخشان ولايت د شغنان ولسوالۍ د "درمخت" په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو فلانکوچ ډوله موټر په وادۍ کې ولوېد.
دغه فلانکوچ له شغنان څخه د بدخشان مرکز ته روان و.
په دې پيښه کې يو بل مسافر ټپي شوى دى.
جمهورخبري آژانس