۰

د امریکا بندیزونو له افغانستان سره پر مرستو ناوړه اغېز کړی دی

سی شنبه ۶ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۵
د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي، د امریکا بندیزونو په افغانستان کې د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
د امریکا بندیزونو له افغانستان سره پر مرستو ناوړه اغېز کړی دی
د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي، د امریکا بندیزونو په افغانستان کې د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کارپوهانو په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي، امریکا لا هم د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده، په داسې حال کې چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې سره لاس او ګریوان دي.

دوی زیاته کړې، د امریکا بندیزونو د خیریه بنسټونو پر همکاریو او همدا راز د افغانستان د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی او د بشري ناورین د پراختیا سرعت یې ډېر کړی دی.

د دوی په وینا سره له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خیریه بنسټونه او مرستندویه موسسې له بندیزونو معاف کړې دي، خو دې پرېکړې هېڅ مثبت تغیر نه دی راوستلی ځکه دغه بنسټونه او مرستندویه هېوادونه لا هم له دې پرېکړې ډاډه نه دي.

د ملګرو ملتونو کاروپوهانو پر امریکا او نړۍ غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې له ابهام خالي او واضح دریځ ولري څو نړیوال مرستندویه بنسټونه دلته د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره په ډاډه زړه هڅه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي