د افغانستان اسلامي امارت د امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ویلي و، طالبانو له عفوې سره سره تر ۵۰۰ پورې پخواني امنیتي کسان وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز دوه ورځې وړاندې یو راپور خپور کړ او په کې ویلي یې و، چې طالبانو له واک ته رسېدو او عفوې وروسته هم د مخکني حکومت ۵۰۰ امنیتي کسان او ملکي کارکوونکي وژلي دي.
خو د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،د پخوانیو امنیتي کسانو د وژنو په اړه د نیویارک ټایمز راپور حقیقت نه لري او مغرضانه ده.
ښاغلي مجاهد په ټينګار سره ویلي، د اسلامي امارت لخوا عمومي عفوه شوې، هېڅ مجاهد حق نه لري له چا څخه انتقام واخلي.
د ښاغلي مجاهد په وینا نیویارک ټایمز هڅه کوي په داسې بې بنسټه راپورونو سره د افغانانو ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ و پاروي.
جمهورخبري آژانس:کابل