د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی د رسنیو آزادۍ ته ژمن دي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه او تشویشونه تر غور لاندې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت عمومي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد نن شنبې د سلواغې ۱۶ مه پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي« اسلامي امارت د رسنیو آزادۍ ته ژمن دی، خو رسنۍ هم مکلفیت لري چې بې پرې او اسلامي اوملي ارزښتونوته ژمنې وي.»
نوموړي ویلي، دوی هڅه کوي د رسنیو په وړاندې ټول خنډونه لرې کړي او له رسنیو هم غواړي چې د رسنیو قانون ته درناوی ولري.
اسلامي امارت پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د افغان خبریالانو د نیول کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان پرون جمعه د فبرورۍ په څلورمه (سلواغې ۱۵) پخپل راپور کې ویلي چې د طالبانو استخباراتي او امنیتي مامورینو په افغانستان کې د دې ډلې له واکمن کېدو راهیسې لږ تر لږه ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل