د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د جینوا کال بنسټ له غړو سره تر خبرو اترو وروسته بشردوستانه اعلامیه تصویب کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جینوا کال د ټویټر له لارې ویلي، په بیان کې ټولو خلکو ته د روغتیا او پوهنې د خدماتو چمتو کول، د بشري مرستو درناوی او د چاپیریال او کلتوري ځایونو ساتنه شامله ده.
جینوال کال په دې اړه تر دې ډیر جزیات نه دي ورکړي.
دا غیر دولتي اداره د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کار کوي.
په جنیوا کې د اسلامي امارت د پلاوي مشري د تصفیې کمېسیون مشر لطیف الله حکیمي پر غاړه ده.
دغه پلاوي د یو شمېر غیر دولتي موسسو له استازو سره هم کتلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل