۰

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د څار ډلې راپور په کلکه رد کړ

دوشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۳
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د څار ډلې هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ویلي یې دي د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د څار ډلې راپور په کلکه رد کړ
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د څار ډلې هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ویلي یې دي د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د څار ډلې پخپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې د نظام تر بدلون په وروسته په دغه هیواد کې د بهرنیو ډلو فعالیت زیات شوی دی.

خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه سلواغې ۱۸ په یوې اعلامیې کې ویلي چې «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي او له نورو هم ورته تمه لري.

په اعلامیه کې ویل شوي«د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېټې وروستی راپور چې پکې ادعا شوې په افغانستان کې د بهرنیو ډلو فعالیت زیات شوی په کلکه ردوي.اسلامي امارت دغه ډول بې بنسټه راپورونه چې هیڅ ډول شواهد،اسناد او مدارک پکې شتون لري د افغانستان سیمې او نړۍ په خیر او ګټه نه بولي.»

د ملګرو ملتونو د څار ډلې په راپور کې ویل شوي چې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی عبدالله بن لادن په تیره اوکتوبر میاشت کې د نوي حکومت له چارواکو سره د لیدنې لپاره دغه هیواد ته تللی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په افغانستان کې نوي حکومت د بهرنیو ډلو د فعالیت مخنیوي په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي تر سره کړي.

په راپور کې د اندېښنې په ښودلو سره ویل شوي چې په دغه هیواد کې د داعش ډلې د غړو شمېر له ۲۲۰۰ څخه تر څلور زرو زیات شوی چې په خبره یې تر نیمايي زیات یې بهرني غړي دي.

خو طالبانو یاد راپور ته په غبرګون کې زیاتوي چې د «اسلامي امارت» په راتګ سره په افغانستان کې امنیت ډاډ من شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې «اسلامي امارت» به د یو مسؤل نظام په توګه له شته امکاناتو څخه په استفادې د افغانستان، سیمې او نړۍ د امن او ثبات لپاره مثبت رول ولوبوي او تمه یې ښودلې چې د امنیت شورا په ګډون نور اړخونه هم دا حقایق درک او مسؤلانه څرګندونې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي