د افغانستان اسلامي امارت سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري افغانستان کې د یوناما ماموریت د تمدیدولو هرکلی وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې پنشنبې په شپه په خپله غونډه کې د رایو په اکثریت سره په افغانستان کې د خپلې استازولی یا یوناما کاري موده د یوه بل کال لپاره تمدید کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د امنیت شورا د دغه پرېکړې هرکلی کړی او مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د یوناما ماموریت اوږدېدا یو ښه ګام ګڼي.
نوموړي ویلي، تمه لري، چې یوناما په افغانستان کې د بشري او نورو ستونزو په حل کولو کې اغېزمن کار وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی ماموریت لومړی پلا په ۲۰۰۲ م کال پیل شو. ملګروملتو د افغانستان د دفتر له لارې نه یوازې له افغانستان سره د بشري مرستو په رسولو کې ونډه اخیستې بلکې د بشري حقونو د دفاع ترڅنګ یې په سیاسي او سیمه ییزو همکاریو کې هم برخه اخیستې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل