۰

ملګرو ملتونو له افغان رسنیو د ملاتړ ډاډ څرګند کړی

پنجشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۵
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په کابل کې د رسنیو له مشرانو او استازو سره کتلي او ډاډ یې ورکړی چې د ملګرو ملتونو ملاتړ ورسره دی.
ملګرو ملتونو له افغان رسنیو د ملاتړ ډاډ څرګند کړی
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په کابل کې د رسنیو له مشرانو او استازو سره کتلي او ډاډ یې ورکړی چې د ملګرو ملتونو ملاتړ ورسره دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دده په خبره افغان حکومت هم دې ته هڅوي چې د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي او له دوی سره خبرې وکړي.

سرچینه کاږي چې دمګړی رسنۍ په افغانستان کې له اندېښنو سره مخ دي، خو ملګري ملتونه یې تر څنګ ولاړ دي او له حقونو به يې دفاع ته ادامه ورکوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د پېښو اړوندو معلوماتو او اطلاعاتو ته لاسرسی د افغانانو مسلم حق دی او نوی حکومت دې دغه حق ته درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي