۰

اخیم شټاینر: نړیواله ټولنه باید د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي

چهارشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۱
د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر اخیم شټاینر وایي، په افغانستان کې د اقتصادي بحران پراخوالي ته په پام نړیوالې ټولنې ته په ‌کار ده چې د دې هېواد ملاتړ ته دوام ورکوي.
اخیم شټاینر: نړیواله ټولنه باید د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي
د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر اخیم شټاینر وایي، په افغانستان کې د اقتصادي بحران پراخوالي ته په پام نړیوالې ټولنې ته په ‌کار ده چې د دې هېواد ملاتړ ته دوام ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یو اېن ډي پي مشر دغه څرګندونې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې پرون سه شنبې د وري ۹ مه کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

ښاغلي اخیم شټاینر ویلي، ملیونونه افغانان مرستې او پیوستون ته اړتیا لري او د طالبانو حکومت باید وضعیت ته متوجه وي.

ده زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو لپاره وخت اوس ډېر حساس دی او نړۍ باید د افغانستان اړتیاوې درک کړي، خو په وینا یې د افغانستان مشرتابه هم باید په دې پوه وي چې نړۍ په اسانۍ کولای شي نورو بحرانونو ته پام واړوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

دغه په ټينګار سره ویلي، دغه پروګرام نه‌ شي کولای د افغانستان له وګړو سره له مرستې ځان شاته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي