۰

تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال له البانیا څخه امریکا ته روان شول

چهارشنبه ۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۱
تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال چې له څو میاشتو راهیسې یې په البانیا کې ژوند کاوه، د امریکا متحده ایالاتو په لور روان شول.
تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال له البانیا څخه امریکا ته روان شول
تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال چې له څو میاشتو راهیسې یې په البانیا کې ژوند کاوه، د امریکا متحده ایالاتو په لور روان شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کډوال د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي وو.

امریکا  ته د دې کسانو د لېږدېدو مراسم پرون په پلازمېنه تیرانا کې د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې جوړ شوي وو.

د البانیا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې دغه هېواد د شااوخوا دوه ۲،۴۰۰ افغان کډوالو کوربه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي