ملګرو ملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو د نومونو له لېست څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني نوم لرې کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لست کې چې د ملګرو ملتونو په ویبسایټ کې خپور شوی دی، د ښاغلي غني د مېرمنې رولا غني نوم هم د افغانستان د «لومړۍ مېرمن» په توګه لرې شوی دی.
خو بیا هم په لست کې د افغانستان نوم د «افغانستان جمهور رئیس» لیکل شوی دی.
همدغه راز له دغه لست څخه د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر نوم هم لېرې شوی دی.
که څه هم دلته نصیر احمد فایق لا هم د افغانستان د شارژدافیر په توګه هلته کار کوی.
جمهورخبري آژانس:کابل