د هند د پوځ یوه جنرال آجي چاندپوریا ادعا کړې، چې په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې یو اندازه وسلې یې کشمیر کې نیولې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هندې جنرال ویلي، دا سولې یې له هغو ترهګرو نیولې، چې په کشمېر کې یې د نفوذ هڅه کوله.
جنرال چاندپوریا وايي، . استخباراتي معلومات یې کشمير ته د افغان توکمه ترهګرو د لېږد او له افغاني سیم کارتونو څخه استفاده هم ثابته کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې ګڼې امریکایي وسلې پاکستان ته قاچاق کېږي، خو اسلامي امارت په وار وار دا خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی د پولو پوره نظارت کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې وسلې قاچاق کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل