۰

ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶ سوه میلیون ډالر آزاد کړي

شنبی ۳۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۶
رویټرز خبري اژانس وایي، ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶ سوه میلیون ډالر آزاد کړي
رویټرز خبري اژانس وایي، ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، د نړیوال بانک مدیره هیت یو وړاندیز لاسلیک کړی چې له مخې یې د دغه بانک په امانتي صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالر کنګل شوې شتمني ازادېږي.

راپورونه وایي چې دغه پیسې به د بیا رغونې وجهي صندوق تمویل کوونکو ته په افغانستان کې د مرستو په موخه ورکول کېږي.

نړیوال بانک ویلي چې دا شپږ سوه میلیونه ډالر به په افغانستان کې د پوهنې، افغان کورنیو او ټولنیزو مسایلو لپاره کارول کېږي.

د دغه پیسو د ازادولو په اړه به وروستۍ پرېکړه د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړیو کې اعلانېږي.

په کابل کې د نوي حکومت په راتګ سره امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړه، چې تر دې دمه یې له یادو شتمنیو د افغانستان پر وړاندې د فشار په توګه کار اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي