ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶ سوه میلیون ډالر آزاد کړي

30 دلو 1400 ساعت 10:36

رویټرز خبري اژانس وایي، ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي.


رویټرز خبري اژانس وایي، ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، د نړیوال بانک مدیره هیت یو وړاندیز لاسلیک کړی چې له مخې یې د دغه بانک په امانتي صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالر کنګل شوې شتمني ازادېږي.

راپورونه وایي چې دغه پیسې به د بیا رغونې وجهي صندوق تمویل کوونکو ته په افغانستان کې د مرستو په موخه ورکول کېږي.

نړیوال بانک ویلي چې دا شپږ سوه میلیونه ډالر به په افغانستان کې د پوهنې، افغان کورنیو او ټولنیزو مسایلو لپاره کارول کېږي.

د دغه پیسو د ازادولو په اړه به وروستۍ پرېکړه د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړیو کې اعلانېږي.

په کابل کې د نوي حکومت په راتګ سره امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړه، چې تر دې دمه یې له یادو شتمنیو د افغانستان پر وړاندې د فشار په توګه کار اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147958

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147958/

جمهور
  https://www.jomhornews.com