۰
اسلامي امارت امریکا ته!

که مو پرېکړه لغوه نه کړی، اړ یو پر وړاندې مو تګلاره بدله کړو

سی شنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۸
افغان حکومت د کنګل شویو شتمنیو د وېشلو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړي، چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي او د افغانستان شتمني ونه وېشي.
که مو پرېکړه لغوه نه کړی، اړ یو پر وړاندې مو تګلاره بدله کړو
افغان حکومت د کنګل شویو شتمنیو د وېشلو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړي، چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي او د افغانستان شتمني ونه وېشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا شتمني د افغانستان د خلکو ده او امریکا په کې د تصرف او خپل سره وېشلو حق نه لري.

اعلامیه وايي، د امریکا دغه کړنه د نړیوالو قوانینو خلاف او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی چې افغان حکومت یې پر وړاندې خپل دریځ لري.

په اعلامیه کې ویل شوي، امریکا دې ژر تر ژره له خپلې پرېکړې په شا شي او که دا کار و نه کړي نو افغان حکومت هم اړ دی چې د دغه هېواد پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

د یادونې ده، چې تېره شپه د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم پر امریکا غږ وکړ، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د افغانستان ټوله شتمني آزاده کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې جمعې په ورځ د یوه فرمان په ترڅ کې د افغانستان له کنګل کړیو پیسو څخه ۳.۵ میلیارد ډالر امریکا کې د سپټمبر پېښې قربانیانو ته ځانګړې کړې.

د بایډن دغه اقدام په، افغانستان، امریکا او ان ټوله نړۍ کې سخت غبرګونونه راوپارول او دا پرېکړه یې یو غیر انساني او غیر اخلاقي عمل وباله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي