۰

د افغان حکومت یو پلاوی لندن ته ځي

دوشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۸
ځینو رسنیو د خپلو سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د افغان حکومت یو پلاوی لندن ته ولاړ شي.
د افغان حکومت یو پلاوی لندن ته ځي
ځینو رسنیو د خپلو سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د افغان حکومت یو پلاوی لندن ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پلاوي د تګ کره نېټه نه ده معلومه خو ویل کېږي، د دغه پلاوی مشرۍ به د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد کوي.

یاد پلاوی به لند کې د دغه هېواد له چارواکو سر پر بشردوستانه مرستو خبرې وکړي.

دغه پلاوی داسې مهال لندن ته روان دی چې تازه یې په جینوا کې له نړیوالې ټولنې سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

افغان حکومت وایي چې دغه خبرې رغنده وې او ټولو اړخونو ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې مشر هم په دې لیدنه کې د افغانستان له روغتیايي برخې سره د مرستو د ډېرېدو ژمنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي