د بشري حقونو د څار سازمان د امریکا پر ولسمشر جوبایډن د هغه د وروستۍ پرېکړې له امله سخت غندلی وایي، بایډن د افغانستان د خلکو شتمني لوټ کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان د امریکا د ولسمشر پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، بایډن د افغانستان د اقتصادي سقوط په لټه کې دی.
سرچینه وایي، بایډن په دې غیر منطقي کار سره وښوده چې غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.
د بشري حقونو د څار اداره وایي دا سمه ده چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي او پر دوی به بندیزونه وي، خو دلته میلیونونه وګړي ژوند کوي او کنګل شوې شتمني د دوی حق و، نو امریکا ته نه وه په کار چې پر دې شتمنیو یې داسې لوټ جوړ کړی وی.
د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د بایډن دغه پرېکړه غندي او هغه غیر اخلاقي او غیر انساني بولي.
د یادونې ده، چې بایډن پرون جمعه د سلواغې ۲۲ مه د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ په اړه خبر تازه پرېکړه اعلان کړه.
نوموړي په دغه اجرائیوي فرمان کې د افغانستان ۷ میلیارده شتمني آزاده کړه خو ویې ویل، چې د دغه پیسو نیمايي یا ۳.۵ میلیارد ډالر به امریکا کې د سپتمبر پېشې قربانیانو ته ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل