۰

ځینې نړیوالو بنسټونو د افغان ښځو د وضعیت په اړه د بېړنۍ غونډې جوړېدو غوښتنه کړې

پنجشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۷
د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د ښځو د حقونو یو شمېر ټولنو د ملګروملتو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د افغان ښځو د ناوړه وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
ځینې نړیوالو بنسټونو د افغان ښځو د وضعیت په اړه د بېړنۍ غونډې جوړېدو غوښتنه کړې
د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د ښځو د حقونو یو شمېر ټولنو د ملګروملتو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د افغان ښځو د ناوړه وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو بېلابېلو ټولنو د ملګروملتو د بشري حقونو په پنځوسمه غونډه کې د افغان ښځو د بحران په اړه د فوري بحث غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو د څار سازمان، د افغان ښځو تعلیمي مرکز، د نړیوال عدالت مرکز، د زده کړو لپاره د افغانستان مرسته وکړئ، ملاله فنډ، د بخښنې نړیوال سازمان، د مشترک المنافع د بشري حقونو طرحې او یو شمېر نورو ټولنو دا غوښتنه په یوه لیک کې د ملګروملتو د بشري حقونو له شورا کړې ده او ویلي یې دي چې پر فوري بحث سربېره د افغان ښځو بحران ته د ځواب ویلو لپاره د یوه پرېکړه لیک د ملاتړ غوښتنه کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدر بار د بشري حقونو سازمان نن له ۲۴ نورو ټولنو سره په ګډه یو لیک واستاوه.

د هغې په وینا په دې لیک کې د ملګروملتو د بشري حقونو له شورا غوښتل شوي، چې په خپله غونډه کې یوه ناسته په افغانستان کې د ښځو د حقونو د اوسني بحران په اړه خبرو ته ځانګړې کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د تېر کال د اګست له پنځلسمې، چې طالبان واک ته رسېدلي دي، د ژوند په هره برخه کې یې د ښځو حقونه محدود کړي دي.

دا د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافع ټولنو له قوله وايي، طالبانو د بیان ازادي، د غونډو او تګ راتګ ازادي او نور حقونه له نجونو او ښځو اخیستې او اوس افغانستان په درسته نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له زده کړو منع دي.

د بشري حقونو او د ښځو مدافع ټولنو په خپل لیک کې زیاته کړې، په وروستیو اوونیو کې وضعیت لا خراب شوی ځکه چې طالبانو امر کړی چې نجونې او ښځې باید له سر تر پښو پټې وي او له کور څخه یوازې د ضرورت په وخت ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي