۰

کابل ښاروالي: ډېر ژر به نرخونه کنټرول کړو

دوشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۳
کابل ښاروالي وايي ډېر ژر به د نرخونو د کنټرول لپاره لاس په کار شي.
کابل ښاروالي: ډېر ژر به نرخونه کنټرول کړو
کابل ښاروالي وايي ډېر ژر به د نرخونو د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاروالۍ پر خپله ټوېټر پاڼه په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، دوی په کابل ښار کې د نرخونو وضعیت له نږدې څاري او ډېر ژر به د نرخونو د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

په معلوماتو کې ویل شوي، دوی به د خپلو اقداماتو په لړ کې د سوداګرو له لوري د احتکار مخنیوی وکړي او دغه راز به په معیاري توګه د نرخونو د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې پر سوداګرو او هټیوالو غږ کړی دی چې د هېواد وضعیت ته په کتو په نرخونو کې عادلانه چلند ولري او له احتکار لاس واخلي.

په کابل او ولایتونو کې هغه مهال نرخونه لوړ شول چې د ډالر پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت بایلود، خو اوس چې د افغانۍ ارزښت لوړ شو، تر دې دمه په نرخونو کې کموالی نه دی راغلی.

ښاریان د نرخونو له لوړېدو شکایت لري او له حکومت یې د کنټرول غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي