د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، پلان لري په هغو ټولو ساحو کې مخابراتي سایټونه فعال کړي چې په تېرو شلو کلونو کې پکې هېڅ راز مخابراتي خدماتو وجود نه لاره.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، دا وزارت په پام کې لري چې د هر افغان کور ته مخابراتي او انټرنیټي خدمات ورسوي.
چارواکو زیاته کړې، دوی به د مخابراتي او انټرنیټي خدماتو د پراختیا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او هیله لري چې ژر ټول افغانان له مخابراتي خدماتو برخمن کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل