۰

جمعي امنیت: له افغان پولې سره چاڼيز عملیات ترسره کوو

یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۸
د ټولییز امنیت سازمان چې د روسیې په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونه یې غړي دي وايي د افغانستان له پولې سره د ګډو چاڼیزو عملیاتو پلان لري.
جمعي امنیت: له افغان پولې سره چاڼيز عملیات ترسره کوو
د ټولییز امنیت سازمان چې د روسیې په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونه یې غړي دي وايي د افغانستان له پولې سره د ګډو چاڼیزو عملیاتو پلان لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان چارواکو ویلي، دوی په سیمه کې د ترهګرو ډلو او همدا راز د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو په اړه اندېښنه لري نو اړ دي چې د له منځه وړلو لپاره یې عملیات پيل کړي.

د مرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ وروسته امنیتي اندېښنې لري، خو افغان لوري ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به هېڅ هېواد ته هم ګواښ جوړ نه شي او نه هم چا ته د ورانکاره فعالیتونو اجاز ورکوي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د دغه سازمان په یوه غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ادعا وکړه، چې د افغانستان په شمال کې تر شپږو زور پورې ترهګر جنګیالي فعالیت لري او دوی یې له امله په اندېښنه کې دي.

خو د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان د ولسمشر دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او ویې ویل، چې د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره د دوی تر کنټرول لاندې ده او هېڅ بهرني جنګیالي او ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون نه لري.

اسلامي امارت دا ډاډ په وار وار ورکړي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي، سیمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او نه به هم چا ته د فعالیت اجازه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي