۰

ترکمنستاني پلاوی پر ټاپي پروژې د خبرو لپاره کابل ته راغلی

شنبی ۱۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۹
د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې پر سر د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.
ترکمنستاني پلاوی پر ټاپي پروژې د خبرو لپاره کابل ته راغلی
د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې پر سر د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی لومړی هرات او له هغې وروسته نن شنبې د مرغومي ۱۸ مه کابل ته راغلی دی.

د هرات د سوداګرۍ او صنایع خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد پلاوي دوی سره د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، راغلي پلاوي سره د یاد هېواد ټاپي پروژې مشر هم مل دی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال ویلي، د دې پروژې لپاره مهم امنیت دی او اوس افغانستان کې امنیت شته، نو ترکمنستان کې د یادې پروژې کار بشپړ شوی افغانستان کې به هم پیل شي.

ترکمني پلاوي په افغانستان کې له پخوا د ښه امنیت په تړاو افغان مسوولینو ته د دې پروژې د ښه تطبیق ډاډ ورکړی.

افغان مسوولینو هم د تخنیکو چارو په برخه کې له ترکمنستانه د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، هغه لوژیستکي شرکتونه چې غواړي دې برخه کې کار وکړي، د کار زمینه به ورته برابره شي.

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۸م زیږدیز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو له خوا پرانیستل شوه، چې پر بنسټ به یې  ګاز او برېښنا له ترکمنستانه افغانستان بیا پاکستان او له هغه هېواده، هندوستان ته انتقال شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي