۰

تېلګراف: د افغانستان روغتیايي سکتور باید وژغورل شي

پنجشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۸
تیلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې د افغانستان پر روغتیايي سکتور اندېښنه ښودلې وايي، دغه سکتور له سختو ستونزو سره مخ دی.
تېلګراف: د افغانستان روغتیايي سکتور باید وژغورل شي
تیلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې د افغانستان پر روغتیايي سکتور اندېښنه ښودلې وايي، دغه سکتور له سختو ستونزو سره مخ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې ناروغۍ په تېره د ماشومانو او مېندو روغتیایي ستونزې ډېرې شوې دي خو روغتیایي سکتور له سقوط سره مخ دی.

راپور زیاتوي، هره ورځ لسګونه له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ ماشومان روغتونونو ته وړل کېږي چې د ژمي په راتګ سره د نورو ناروغیو شمېر هم ډېر شوی دی.

ورځپاڼې ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې چارواکو ویلي، د افغانستان روغتیايي سکتور له سقوط سره مخ دی خو دوی هڅه کوي چې تر خپلې وسې له دغه برخې سره مرسته وکړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي