تېلګراف: د افغانستان روغتیايي سکتور باید وژغورل شي

16 جدی 1400 ساعت 8:28

تیلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې د افغانستان پر روغتیايي سکتور اندېښنه ښودلې وايي، دغه سکتور له سختو ستونزو سره مخ دی.


تیلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې د افغانستان پر روغتیايي سکتور اندېښنه ښودلې وايي، دغه سکتور له سختو ستونزو سره مخ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې ناروغۍ په تېره د ماشومانو او مېندو روغتیایي ستونزې ډېرې شوې دي خو روغتیایي سکتور له سقوط سره مخ دی.

راپور زیاتوي، هره ورځ لسګونه له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ ماشومان روغتونونو ته وړل کېږي چې د ژمي په راتګ سره د نورو ناروغیو شمېر هم ډېر شوی دی.

ورځپاڼې ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې چارواکو ویلي، د افغانستان روغتیايي سکتور له سقوط سره مخ دی خو دوی هڅه کوي چې تر خپلې وسې له دغه برخې سره مرسته وکړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146464

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146464/

جمهور
  https://www.jomhornews.com