د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند جنرال مبین وايي، هغه مېرمنې چې په یوه او بل نوم لاریونونه کوي، بهر کې د پناه اخستلو او کېس جوړلو په موخه راوتلې وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مبین په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، وړمه ورځ چې کومو مېرمنو لاریون کړی و، د ښکنځلو تر څنګ یې ان له امیرالمومنین نیولي ټول طالبان یې د پاکستان جاسوسان بلل.
نوموړي ویلي، دوی د ښځو د مظاهرو مخالف نه دي، خو شرط يې دا دی چې د مظاهرو لپاره بايد وار د مخه له کورنيو چارو، عدليې وزارتونو يا سترې محکمې څخه اجازه واخلي.
جنرال مبين په دې مرکه کې دغه راز ښځينه مظاهره کوونکې تورنې کړې چې په بهرنيو هېوادونو کې د پناه غوښتنې او د دې کار لپاره د کيس جوړولو په موخه لاريونونه کوي.
هغه ښځينه فعالانو ته په خطاب کې وايي، چې ناټو او امريکا بيرته افغانستان ته نه را ګرځي او دوی هم نه بايد د هغوی په تمه لارو کوڅو ته راووځي.
جمهورخبري آژانس:کابل