جنرال مبین:

ځینې مېرمن خارج ته د کېس جوړولو په موخه لاریونونه کوي

9 جدی 1400 ساعت 8:42

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند جنرال مبین وايي، هغه مېرمنې چې په یوه او بل نوم لاریونونه کوي، بهر کې د پناه اخستلو او کېس جوړلو په موخه راوتلې وي.


د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند جنرال مبین وايي، هغه مېرمنې چې په یوه او بل نوم لاریونونه کوي، بهر کې د پناه اخستلو او کېس جوړلو په موخه راوتلې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مبین په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، وړمه ورځ چې کومو مېرمنو لاریون کړی و، د ښکنځلو تر څنګ یې ان له امیرالمومنین نیولي ټول طالبان یې د پاکستان جاسوسان بلل.

نوموړي ویلي، دوی د ښځو د مظاهرو مخالف نه دي، خو شرط يې دا دی چې د مظاهرو لپاره بايد وار د مخه له کورنيو چارو، عدليې وزارتونو يا سترې محکمې څخه اجازه واخلي.

جنرال مبين په دې مرکه کې دغه راز ښځينه مظاهره کوونکې تورنې کړې چې په بهرنيو هېوادونو کې د پناه غوښتنې او د دې کار لپاره د کيس جوړولو په موخه لاريونونه کوي.

هغه ښځينه فعالانو ته په خطاب کې وايي، چې ناټو او امريکا بيرته افغانستان ته نه را ګرځي او دوی هم نه بايد د هغوی په تمه لارو کوڅو ته راووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com