د کابل امنیه قومانداني وايي، په ښار او ولسوالیو کې یې د بېلا بېلو جنایي جرمونو په تور ۷۴ تنه نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رییس مولوي کامران نن پنشنبې د مرغومي ۲ مه و ویل، په نیول شویو کسانو کې انسان تښتونکي، قاتلان، د نشه يي توکو پلورونکي، غیر مسوول وسله وال او د وسایطو غله شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان د کابل ښار په مختلفو حوزو کې د لسم څخه تر ۱۶ ام تاریخ پورې نیول شوي دي، چې د کابل ښار او ولسوالیو اوسېدونکي دي.
دی وايي، یاد کسان د خلکو په همکارۍ نیول شوي او د کابل ښار او ولسوالیو له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د ورته کسانو په نیولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
په کابل کې د طالبانو د جنايي تحقیقاتو رئیس همدارنګه زیاته کړې چې له غلو څخه تر لاسه شوي موټر یې بیرته خپلو مالکانو ته سپارلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل