د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار بېلا بېلو برخو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۰ تنه نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیه قوماندانۍ نن سه شنبې د مرغومي ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان، د ښار په درېیمه، پنځمه، یوولسمه، دیارلسمه، اوولسمه کې د پولیسو له لوري تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو، د وسایطو په غلا، چپاولګرۍ، د موبایل غلا، اخادۍ، غیر قانوني وسلو په لېږد او په قتل ګواښلو پېښو کې لاس درلود.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دغه کسانو درې میله کمري وسلې او یو غلا کړی ټونس موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ټینګار کړي، چې د امنیتي میثاق په چوکاټ کې له پولیسو سره د خلکو همکاري دوام لري او مجرمین به د پټې ځای ونه موموي.
جمورخبري آژانس:کابل