د روسیې دفاع وزارت وايي، په تازه الوتنو کې یې کابو دوه سوه کسان نور هم له افغانستان تخلیه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، درې بارونکې الوتکې یې چې دوه سوه کسان په کې و، پرون شنبې د لیندۍ ۲۷ مه له کابله پورته او چکالوفسکي پوځي اډه کې کیناستې.
سرچینه وايي، دغو الوتکو د روسیې له خوا کابل ته بشري مرستې ورسولې او بېرته راتګ کې يې دا کسان له ځان سره بوتلل.
د یادونې ده، چې د روسیې پوځ د اګسټ میاشتې له وروستیو را په دې خوا، چې طالبان واک ته رسېدلي دي، په تېرو څلورو میاشتو کې کابو ۷۷۰ تنه له افغانستانه ایستلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل