روسیې نېږدې ۲۰۰ تنه نور له افغانستان ایستلي دي

28 قوس 1400 ساعت 9:32

د روسیې دفاع وزارت وايي، په تازه الوتنو کې یې کابو دوه سوه کسان نور هم له افغانستان تخلیه کړي دي.


د روسیې دفاع وزارت وايي، په تازه الوتنو کې یې کابو دوه سوه کسان نور هم له افغانستان تخلیه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، درې بارونکې الوتکې یې چې دوه سوه کسان په کې و، پرون شنبې د لیندۍ ۲۷ مه له کابله پورته او چکالوفسکي پوځي اډه کې کیناستې.

سرچینه وايي، دغو الوتکو د روسیې له خوا کابل ته بشري مرستې ورسولې او بېرته راتګ کې يې دا کسان له ځان سره بوتلل.

د یادونې ده، چې د روسیې پوځ د اګسټ میاشتې له وروستیو را په دې خوا، چې طالبان واک ته رسېدلي دي، په تېرو څلورو میاشتو کې کابو ۷۷۰ تنه له افغانستانه ایستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145824

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145824/

جمهور
  https://www.jomhornews.com