۰

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده

دوشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
ایران د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې، چې له لوږې او وېرې د کار لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.
ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده
ایران د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې، چې له لوږې او وېرې د کار لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واسټرېټ ژورنال راپور ورکړي، چې ایران هره ورځ له دوه تر پنځه زره پورې افغان کډوال بېرته را اړوي او نیمروز ولایت ته یې استوي.

سرچینه په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې کړې او دوی د ایراني حکومت له ناوړه چلند سخت شکایت کړی دی.

په ورته وخت ملګرو ملتونو هم ویلي، ایراني لوري د کډوالو دایستلو لړۍ چټکه کړې ده او همدا راز له کډوالو سره د دوی کېدونکی چلند هېچا ته د منلو نه دی.

ایران ته یو شمېر تللي مسافر چې بېرته یې را اړولي وایي، د ایرانیانو له خوا له افغان کډوالو او کارګرو سره تر هغې وروسته لا سختي را اخستل شوې، چې څو ورځې وړاندې د ایراني پوله ساتونکو او افغانستان د پوله ساتونکو تر منځ وسله واله نښته وشوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي