ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده

22 قوس 1400 ساعت 8:57

ایران د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې، چې له لوږې او وېرې د کار لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.


ایران د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې، چې له لوږې او وېرې د کار لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې واسټرېټ ژورنال راپور ورکړي، چې ایران هره ورځ له دوه تر پنځه زره پورې افغان کډوال بېرته را اړوي او نیمروز ولایت ته یې استوي.

سرچینه په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې کړې او دوی د ایراني حکومت له ناوړه چلند سخت شکایت کړی دی.

په ورته وخت ملګرو ملتونو هم ویلي، ایراني لوري د کډوالو دایستلو لړۍ چټکه کړې ده او همدا راز له کډوالو سره د دوی کېدونکی چلند هېچا ته د منلو نه دی.

ایران ته یو شمېر تللي مسافر چې بېرته یې را اړولي وایي، د ایرانیانو له خوا له افغان کډوالو او کارګرو سره تر هغې وروسته لا سختي را اخستل شوې، چې څو ورځې وړاندې د ایراني پوله ساتونکو او افغانستان د پوله ساتونکو تر منځ وسله واله نښته وشوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145619

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145619/

جمهور
  https://www.jomhornews.com