برېتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په خاطر د ۷۵ میلیون پونډو چې کابو ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالر کېږي د مرستې اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دې مرستو به ۳۴ میلیونه پونډه د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې تر سره کېږي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره باید مرستې زیاتې او د بشري ناورین مخنیوی یې وشي، څو د نورو ستونزو د مخنیوي ترڅنګ د کډوالۍ بحران د پراختیا ممانعت شوی وي.
د یادونې ده، چې دا مرستې پرون شنبې د لیندۍ ۲۰ مه د ۷ صنعتي هېوادونو یا جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته اعلان شوې دي.
دوی په دغه غونډه کې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې او د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی د افغانستان په اړه د اوو صنعتي هېوادونو له دریځ څخه خوښ دی.
جمهورخبري آژانس:کابل